
ایکنانیوز د التواصل له قوله راپور راکوي، د بحیره ولایت اوسېدونکې۹۲ کلنه ، حاجیه فائزه (فایزه)، د قرآن کریم د لاسلیک په ترسره کولو سره یوازې په شپږو میاشتو کې له خپل عمر څخه هاخوا د ارادې او کلک هوډ ژوندۍ بېلګه وګرځېده.
دا استثنايي لاسته راوړنه نه یوازې د دوامدارو هڅو او زحمت پایله ده، بلکې د بوډاګانو د خلاقیت او نوښت قدرت هم څرګندوي؛ حتی که عمر ئې تر نولسو کلونو اوښتی وي.
حاجیه فائزه هیله لري چې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره وویني څو خپل دا اثر هغه ته ډالۍ کړي، او وایي: هغه څه چې ما ترسره کړي د صبر اوسرښیندنې میوه ده.
هغې هیله څرګنده کړې چې د ټولو نسلونو لپاره د هڅې او د موخو د ترلاسه کولو لپاره د ټینګار یوه بېلګه وګرځي.
دا قرآني لاسته راوړنه دې حقیقت ته اشاره کوي چې عمر د علم زدهکړې او خلاقیت خنډ نه دی، او د قرآن کریم کتابت د آیتونو په لیکنې کې لوړ دقت، او همدارنګه جسمي او نفسیاتي هڅو ته اړتیا لري؛ داسې هڅې چې دغې مصري مېرمنې ته ئې د شپږو میاشتو لپاره منظم ورځنی کار او د قرآن د جزئیاتو بشپړ پام لازم ګرځولی و.
د حاجیه فائزه دا اقدام دا پیغام هم لري چې عمر یوازې یو عدد دی، او انسان د ژوند په هر پړاو کې د خلاقیت او مثبت اغېز توان لري، او ټینګار کوي چې بریا د منظم کار او پر خپل توان د باور له لارې ترلاسه کېدای شي.
دا لاسته راوړنه د مصري وګړو او د بحیره د اوسېدونکو لهخوا په پراخه کچه وستایل شوه، او ډېرو دا د بوډاګانو ترمینځ د ننګونې، هڅې او پیاوړي ارادې نښه وبلله، او د حاجیه فائزه کیسه ئې د ځوانانو او راتلونکو نسلونو لپاره د الهام سرچینه وبلله.
https://iqna.ir/fa/news/4333046